په ننګرهار کې یوه رضاکاره ځوان د مطالعې فرهنګ عامیدو او کتاب لوستنې ته د خلکو د هڅونې په هدف ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی.
دغه رضاکاره ځوان رحمن الله اتل نومیږي، چې په خپله ریکشا کې یې ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی چې هره ورځ د ښار په تفریح او عامه ځایونو ګرځي او نه یوازې پر خلکو د مطالعې په هدف کتابونه ویشي بلکې کتاب لوستنې ته یې هم هڅوي.
هغه وایې، له دې چارې یې موخه له زده کړو بې برخې نجونې او هلکان زده کړو ته هڅول او د کتاب لوستنې فرهنګ دودول دي.
اتل زیاتوي:«مونږ سره په دغه کتابتون کې شاوخوا ۴۰۰ کتابونه دي، چې په کې دیني، اروا پوهنه، تاریخ، وینا والي او مدیریت برخه کې له مونږ سره کتابونه موجود دي او هڅه کې یو چې خپل فعالیتونه ولسوالیو او نورو ولایتونو ته هم وغځوو.»
نوموړی وایې، هڅه کوي چې د خپلو فعالیتونو لړۍ له مرکز جلال اباد ښار څخه لرې پرتو ولسوالیو او څیرمه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
هغه دغه راز له حکومت څخه ځوانانو ته د کاري زمنیو برابریدو سربیره د زده کړو په برخه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو دروازو د خلاصیدو غوښتنه هم کوي.
اتل زیاتوي:«له حکومت مو غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته باید په کور دننه او بهر د زده کړو زمینه برابره شي او هم دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې پرانیستل شي.»
په همدې حال کې هغه نجونې چې اوسمهال د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کیدو له امله په کور ناستې دي، له یاد کمپاین خوښي څرګندوي او وایې، دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود پیاوړی کوي.
د ننګرهار دوه اوسیدونکې عایشه او نوریه وایې:
عایشه زیاتوي:«د کتاب لوستنې په موخه چې کوم اقدام شوی دا ډیر ښه هڅه ده په ځانګړي ډول د خویندو لپاره ځکه دوی هم د زده کړو او مطالعې حق لري.»
نوریه زیاتوي:«زمونږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي او دغه راز د پوهنتونو دروازې دې هم د نجونو پرمخ پرانیزي.»
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون د مطالعنې عامیدو په موخه د دا ډول هڅو ستاینه کوي او وایي، دا ډول هڅې د کتاب لوست مینه لا زیاتولی شي.
قریشي بدلون زیاتوي:«د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هغه هڅو قدردانی کوي، چې د مطالعې فرهنګ عامولو او پراخولو لپاره کار کوي؛ د هغه ځوانانو ملاتړ کوو او په هغه برخو کې چې زمونږ په وس پوره وي همکاري ورسره کوو او هم ورته اسانتیاوو برابریدو برخه کې همکارۍ ته چمتو یو.»
عام خلک هم د کتاب لوستنې پر دودېدو ټینګار کوي او له ځوانانو غواړي چې د ټولنیزو رسنیو له کارولو سره سره دې کتابونه هم ولولي.
په دې وروستیو کې پر ننګرهار سربیره د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې د کتاب لوستنې کمپاینونه ډیر شوي او خلک یې هم ستاینه کوي.