ads

د شانګهای سازمان غړو ته ډاډ

د شانګهاي همکاریو سازمان غړي وایي، د هند په کوربتوب د یاد سازمان په ۲۳مه غونډه کې ګډونوالو د شته ګواښونو او ننګونو په هکله د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت پر تشکیل او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړي دی.

تاج ولي غورځنګ
14 چنګاښ 1402
د شانګهای سازمان غړو ته ډاډ

اسلامي امارت د شانګهای همکاریو سازمان ناسته د سیمې د امنیت خوندیتوب او د همکاریو د پراخوالي په اړه مهمه بولي او هرکلی یې کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې غونډه کې باید د ناظر په توګه د افغانستان غریتوب او ګډون ته زمینه برابره شي او په خبره یې، له دې پرته د هېوادونو تر منځ همغږي ناشونې ده.
بهرنیو چارو وزارت د دغه سازمان د یادې غوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې دې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي واي، د افغانستان په اوسني حکومت کې د هرې ژبې، نسل او سمت استازي شته او په دې اړه د غړو هېوادونو اندېښنې د حقایقو په واقعي درک سره حل کېدای شي.
د شانګهایي سازمان د ۲۳ سرمشریزې په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې دوی د خپلواک، بې طرفه، متحد، ډیموکراټ، سوله‌ییز او له هر ډول ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د پاک افغانستان ملاتړ کوي.
په دې غونډه کې د هند صدراعظم نریندرامودي ویلي چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر وړاندې ونه کارول شي او د پاکستان صدراعظم بیا د افغانستان او نړۍ تر منځ د معنی لرونکي تعامل پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین‌ګل څمکنی هم په اړه وایي:
«ټول هېوادونه خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ لري چې د هغې پالیسۍ پر بنسټ له نورو هېوادونو سره اړیکې پالي، نو ځکه په شانګهای غونډه کې ټول هېوادونو د خپلو ګټو پر اساس خبرې درلودې.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سیداکبراغا بیا وایي، د شانګهای سازمان په غونډه کې باید د اسلامي امارت استازو ته د ګډون اجازه ورکړل شوې وای.
«که د شانګهای غونډې ګډونوالو په دې ناسته کې د افغانستان استازي ته بلنه ورکړې وای، ښایي اغېز به یې مثبت و، څو دغه استازي د افغانستان وضعیت هلته تشریح کړی وای.»
چین، هند، قزاقستان، قرغیزیستان، روسیه، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او اوس ایران هم د شنګهایي د همکاریو سازمان بشپړ غړیتوب لري.
افغانستان ته چې په تېر کې یې د دغه سازمان په غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کاوه، په پرونۍ غونډه کې یې څوکۍ تشه وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA