د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري محمد حنیف وایي، هڅه کوي چې د شاعرانو لپاره د داسې ناستو برابرولو لپاره زمینې لا ډیرې برابرې کړي.
حنیف زیاتوي:«په ننګرهار ولایت کې مونږ د رنګین ماښام په نامه د شعر شپه جوړه کړې وه، په دې مشاعره کې ګڼ شمیر شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب مینوالو ګډون کړی وو؛ مونږ هڅه کوو چې دا ډول مشاعرې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل برابرې کړو او د شاعرانو تنده پرې خړوبه کړو.»
د مشاعرې ګډونوال ضیاالدین همت مل د شاعرانو د شعرې ذوق خړوبولو په موخه د دا شان ادبي ناستو له راټولیدو ستاینه کوي او له اطلاعات او کلتور ریاست څخه د ورته نورو داسې مشاعرو برابرولو غوښتنه کوي.
همت مل زیاتوي:«دا ډول مشاعرې ډیرې ګټورې دي ځکه په دې سره شاعران نور هم هڅیږي او هم نورو ته یو ډول فکر ورکول کیږي، چې دلته لاهم ادب پالل کیږي او بل داچې د حکومت او ولس ترمنځ واټن کمولی شي.»
یو شمیر شاعران هم ورته غوښتنه کوي د مشاعرې یو ګډونوال شاعر اجمل جنت وایې، شاعران د ولس له منځه خلک دي او پرې دې ښودل شي، څو هغه څه د شعر په ژبه وړاندې کړي چې ولس یې غوښتنه کوي.
جنت زیاتوي:«دا ډول مشاعرې ډیرې مهمې دي او زمونږ غوښتنه دا ده، چې دا شان مشاعرې دې لاپسې زیاتې شي څو د شاعرانو او د ادب مینوالو ادبي تنده ماته شي او هم ځوانان شعر او شاعرۍ ته وهڅیږي.»
په ننګرهار کې د رنګین ماښام په نامه مشاعره داسې مهال ترسره کیږي، چې له دې وړاندې د ادب مینوالو شکایت کاوه چې د ادبي ناستو او بهیرونو فعالیتونه کمرنګه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ