د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي وایي، یاده مشاعره یې لغمان ته د سیلانیانو د پام اړولو په موخه لرې پرته سیمه کې جوړه کړې.
د هغه په خبره دغه ولایت کې هر کال د سمسور لغمان مشاعره د شاعرانو او لیکوالانو د مینې، یووالي او ورورولۍ په هدف ترسره کېږي.
قریشي زیاته کړه:«د سمسور لغمان مشاعرې ته د هیواد له بیلابیلو سیمو په خاص ډول له ختیځو ولایتونو شاعرانو هم راغلي وو، په دې سیمه کې مشاعره څو پیغامه لري، لومړی دا چې سیلانیان ورته راماتیږي، بل دا چې خلک له یو بل سره بلدیږي او دریم دا چې د امن پیغام خلکو ته انتقالوي.»
په یاده مشاعره کې د ا طلاعاتو فرهنګ وزارت معین مولوي عتیق الله عزیزي دا ډول مشاعرې د ادب د ودې لپاره مهمې وبللې او له شاعرانو یې وغوښتل چې د شعر او ادب په ژبه خلک د هیواد ښیرازۍ ته وهڅوي.
هغه وایې، وزارت یې له دا ډول مشاعرو د ملاتړ سربیره هڅه کوي چې په دې برخه کې شاعرانو ته اسانتیا برابره کړي.
عزیزي زیاته کړه:« نن چې د لغمان په دې سیمه کې مشاعره جوړه شوې ډیر خوښ یم ، ځکه دا ولس ته د امن ډاډ ورکوي، پخوا همدې خلکو موږ ساتلي یوو او اوس موږ اړ یو چې دوی ته خدمت وکړو، دا ډول مشاعرې ادب ته وده ورکوي او موږ یې ملاتړ کوو.»
بلخوا د مشاعرې ګډونوال او فرهنګي فعال ضیاءالدین همت مل هم لرې پرتو سیمو کې د دا ډول مشاعرو ترسره کول د سولې او امن پیغام بولي.
« دا ډول مشاعرې د خلکو او دولت ترمنځ واټن کموي او په امن او سولې د خلکو د باور کچه نوره هم لوړوي، دا ډول مشاعرې خلکو ته امن پیغام ورکوي او هم ذهني سکون مومي.»
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې سږکال یې په سیمه کې د سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره شوې.
د سیمې اوسېدونکی عرفان الله میاخیل وايي، سیمه یې پخوا د جنګ لومړۍ کرښه وه، خو اوس په کې د مشاعره ترسره کېږي.
«زموږ سیمه پخوا د جګړې لومړۍ کرښه وه او ژوند په کې سخت و، خو اوس دلته مشاعره کېږي، موږ زیات خوشاله یوو.»
لغمان کې هر کال د سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره په همدې شپو او ورځو کې ترسره کیږي، چې په کې د دغه ولایت سربېره د افغانستان د نورو ولایتونو شاعران او فرهنګیان هم ګډون کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ