ads

په سینیګال کې شپږ کسان وژل شوي

په سینیګال هېواد کې تېره ورځ د پولیسو او اپوزیسون د پلویانو ترمنځ په اخ‌وډب کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

کامران احمدزی
14 غبرګولی 1402
په سینیګال کې شپږ کسان وژل شوي

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، له دې سره په دغه هېواد کې د رامنځته شوي تاوتریخوالي له کبله د وژل شویو کسانو شمېر نهه تنو ته ورسېد.
په سینیګال کې دا تاوتریخوالی وروسته له هغه راپورته شو چې د تېرې جمعې په ورځ د اپوزیسون مشر «عثمان سونکو» د محکمې له لوري پر دوه کاله بند محکوم شو.
د اپوزیسون پلویانو د دغه اقدام په مقابل کې لاریونونه پیل کړل، چې وروسته له امنیتي ځواکونو سره په شخړه بدل شول.
په ورته مهال سونکو ادعا کړې چې حکومت په را روانو ټاکنو کې د ده د نوماندۍ مخنیوي لپاره پر هغه بې ځایه تور لګولی چې له مخې یې دوه کاله په بند محکوم شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA