له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي فضلالباري ویلي، د هېواد په کچه د غنمو د زیرمو جوړولو پر پلان کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې هېواد ته د اوړو د وارداتو کچه راټیټه شي.
هغه زیاته کړې، په ټول هېواد کې یې پر کروندګرو سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي او دغه راز د اوبو د ګڼ شمېر سربندونو په جوړولو کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې د کروندګرو د اوبو لګولو ستونزه هم هواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې څو ځله بهرنیو هېوادونو ته د غنمو د قاچاق په اړه شکایتونه وشول.