تر دې وړاندې بیا لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر ګټلې وه.
په تېره لوبه کې سریلانکا لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۲۶۹ منډو هدف ورکړی و، چې د افغانستان کرکټ لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۴۷م اور کې ور پوره کړ.
که افغان لوبډله دا لوبه وګټي، د روانو یو ورځنیو سیالیو لړۍ به هم په خپل نوم کړي.