ads

ښځینه پولیسې: بیرته دې امنیتي لیکو ته وغوښتل شو

په هېواد کې ښځینه پولیسې شکایت کوي چې د اسلامي امارت د راتګ دوه کاله په پوره کېدو دي، خو لاهم دوی خپلو دندو ته نه دي ورغوښتل شوې.

نظیفه نادر
13 غبرګولی 1402
ښځینه پولیسې: بیرته دې امنیتي لیکو ته وغوښتل شو

د سحر فقیري په نوم مخکنۍ ښځینه پولیسه وایي، وړاندې یې په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړې، خو پر هېواد د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته بیرته خپلې دندې ته نه ده غوښتل شوې.
نوموړې کلید راډیو ته وویل:
«پخوا ما په بېلابېلو ادارو کې کار کړی، خو اوس په کور ناسته یم. له یوه پلوه اقتصادي ستونزو او له بل پلوه د هېواد د امنیت ته اندېښنه لرم، ځکه چې د ښځینه پولیسو شتون د جرایمو په کمولو او له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي.»
بلخوا، په هېواد کې ښځینه مدني فعالانې هم وایي چې د ښځینه پولیسو شتون خورا اړین دی او اسلامي امارت باید ټولې پخوانۍ ښځینه پولیسې بیرته دندو ته ورغواړي او د نویو پولیسو د جذب لپاره اقدام وکړي.
حمیده محسیني او جمیله اکبري وایي چې د ښځینه پولیسو شتون په هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري:
«په افغاني ټولنه کې د ښځینه پولیسو شتون حتمي دی او د ښځینه پولیسو شتون د امنیت په تینګولو کې مهم رول لوبوي.»
« کله چې په یوه ساحه کې کنټرول او بررسۍ ته اړتیا پیدا کیږي، نو هلته د ښځینه پولیسو شتون ضروری دی او یا که کوم جنایت شوی وي او ښځینه په کې ښکېلې وې، نو هلته د پلټنې لپاره ښځینه پولیسو تګ حتمی دي.»
په دې اړه مو وغوښتل چې د کورنیو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوی د هغو معلوماتو له ورکولو پرته چې اوسمهال څومره ښځینه پولیسې د دغه وزارت په چوکاټ کې دندې مخته وړي او په راتلونکې کې د ښځینه پولیسو د جذب لپاره څه پلان شته وایي، د امنیت په ښه کېدو کې د ښځینه پولیسو شتون خورا اړین دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب وایي، په هغو ادارو کې چې د ښځینه پولیسو شتون په کې اړین دی، هلته اوس هم ګڼ شمېر ښځینه پولیسې ځای پر ځای شوې او په دندو بوختې دي.
«په هغه حکومتی ادارو کې چې د ښځینه مراجعینو تګ راتګ زیات دی، هلته ښځینه پولېسې شتون لري، څو مراجعینو ته د اړتیا وړ خدمات وړاندې کړي.»
د یادونې ده چې اوس هم په کورنیو چارو وزارت او ورته نورو امنیتي ادارو کې ښځینه پولیسې دندې مخته وړي، خو هېوادوال او په ټوله کې ښځینه فعالانې وایي، دا بسنه نه کوي او له اسلامي امارت غواړي چې په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او نورو امنیتي ځایونو کې ښځینه پولیسې په دندو وګماري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA