ads

په ننګرهار کې د ۲۵کلنې دښمنۍ پای

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې دوې کورنۍ د قومي مشرانو د شپږو میاشتو هلو ځلو پر اساس له ۲۵ کلونو دښمنۍ وروسته پخلا شوې.

جان اغا صالح
13 غبرګولی 1402
په ننګرهار کې د ۲۵کلنې دښمنۍ پای

قومي مشر محمد عبید وایي، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځایي چارواکو د هڅو هدف د یادو دوو کورنیو ترمنځ د پخوانۍ دښمنۍ ختمول وو، چې په خبره ېې دوام يې د دوی ترمنځ د نورو پېښو لامل کېدای شو.
نوموړی زیاتوي چې پخلا شوې کورنۍ د سید ضمیر اوعبدالمنان په نامه دي چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچه نغلو سیمې استوګن دي.
هغه وایي، شخړه د سید ضمیر او عبدالمنان کورنیو ترمنځ له هغه وروسته رامنځته شوه، کله چې د دوی د کورنۍ د غړو ترمنځ د ځمکې پر سر لومړی لفظي او بیا د دواړو خواوو ترمنځ پر یو بل د وسلو ډزې وشوې؛ چې پر مهال یې د سید ضمیر کورنۍ د عبدالمنان کورنۍ دوه کسان ووژل او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې پنځه نور ټپیان کړي وو.
قومي مشر محمد عبید زیاته کړه:
«د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالمنان او سید ضیمر کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر ۲۵ کاله مخکې دښمني رامنځته شوې وه، چې د سید ضمیرکورنۍ د عبدالمنان کورنۍ دوه کسان وژلي وو او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې پنځه نور ټپیان کړي وو. د همدې دښمنۍ له امله دواړې کورنۍ له ستونزو سره مخ وې چې قومي مشرانو په هلو ځلو دا کورنۍ سره پخلا شوې او د ښمني یې په دوستۍ بدله شوه.»
پخلا شوې کورنۍ هم خوښي څرګندوي او وایې، د څه د پاسه دوو لسیزو کړاونو وروسته د ارام ساه اخلي.
شریف الله چې د همدې شخصي دښمني له امله یې کلونه ژوند په پاکستان کې تېر کړي وایې، اوس ځان خوندي احساسوي او هم له قومي مخورو او دیني عالمانو مننه کوي چې د دوی دښمني یې روغه جوړه بدله کړه.
شریف الله زیاتوي:
«ډېر زیات خوشاله یم، ځکه زموږ کورنۍ ډېر وخت د همدې دښمنۍ له امله په نورو هېوادونو کې تېر کړی او له خپلو خپلوانو او کليوال لرې وو، له قومي مشرانو او نورو چارواکو مننه کوم چې زموږ دښمني په دوستي بدله کړه.»
سید ضمیر وایې، کلونه یې د مقابلې کورنۍ د وژلو هڅه کړې، خو اوس خوښ دی چې دښمني یې په روغه جوړه بدلېږي.
سید ضمیر زیاتوي:
«له نورو کورنیو هم غوښتنه کوم چې دا ډول دښمنۍ دې په دوستۍ بدلې کړي او نور دې له دښمنۍ څخه لاس واخلي او خپل عادي ژوند دې وکړي.»
دیني عالم سراج الدین هم له اسلامي اړخه د دوو کورنیو ترمنځ دوستي هېله بخښونکي اقدامات بولي او د دې کار دوام غواړي.
نوموړی نورو خلکو ته هم سپارښتنه کوي چې له دښمنیو ډډه وکړي، ځکه په وینا یې، په دښمنۍ کې د ژوند هره شېبه په اندېښنه کې وي.
دیني عالم سراج الدین زیاتوي:
«اسلام وایې، که هر مسلمان بل مسلمان ورور ووژني، نو جزا یې جهنم ده او د تل لپاره په دې ځای کې وي او دغه راز د الله ج غصب به وي په دغه انسان نو په کار ده چې له دښمنیو لاس واخلو او د ورورۍ ژوند وکړو.»
عام خلک هم ټینګار کوي او وایې، هره ستونزه بالاخره د خبرو له لارې حل کېږي. خلک باید په وړو شخړو او جنجالونو کې ډېر احتیاط وکړي او ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
د دوی په خبره، قومي مشران او حکومتي مسوولین باید د خلکو ترمنځ د شته دښمنیو او لانجو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ځکه په دې سره ټولنه کې نظم تامینېږي.
د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په بهسودو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب یوولس کورنیو ترمنځ خپلمنځي دښمنۍ د جرګو او منځګړتوب له لارې په دوستۍ بدلې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA