له یادې موسسې څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو ناروغانو کې د عمومي داخلې په څانګه کې د ۳۲۵، د کوچنیانو په څانګه کې ۱۳۸، د هډوکو په برخه کې ۸۵، په نسايي ولادي څانګه کې ۷۶ او د غاښونو په څانګه کې د ۲۷ ناروغانو درملنه شوې ده.
د دغې موسسې عملي مرستیال ډاکټر ذبیح الله حارث ویلي، په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې یو شمېر هغو لرو پرتو سیمو ته هم خپل روغتیايي ټیمونه ولېږي چې روغتیايي خدماتو ته په کې لاسرسی سخت وي.
په همدې حال کې فرزې ولسوالۍ ولسوال محمد عثمان عثماني هم د یادې موسسې دا کار ستایلی او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکې کې هم خلکو ته وړیا روغتیايي خدمات برابر کړي.
په دې یو ورځني کمپ کې د هغو ناروغانو درمنله شوې چې د بې وزلۍ له کبله یې د خپلو ناروغیو د درملنې توان نه درلود.