ads

په ارزګان کې ۴۵ کلن سړي ځان وژنه کړې

تېره ورځ د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یو تن ځان په ډ‌زو وژلی دی.

کامران احمدزی
13 غبرګولی 1402
په ارزګان کې ۴۵ کلن سړي ځان وژنه کړې

د یاد ولایت د والي ویاند احسان الله حماس کلید راډیو ته ویلي چې نوموړي کس رواني نارغي لرله.
بل لور ته یوې سیمه‌ییزې سرچینې کیلد ته ویلي، یاد کس عبدالنافع نومیده چې ۴۵ کاله عمر یې درلود.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې نه یوازې ارزګان، بلکې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې، چې اکثره یې نجونې او مېرمنې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA