تېره ورځ د افغانستان په اړه د یادو هېوادونو دویمه ناسته په قرغزستان کې پای ته ورسېده.
دا ناسته چې تېره ورځ پای ته ورسېده، په کې د قزاقستان، تاجکستان، ازبکستا، ترکمنستان جمهور رییسانو او د اروپايي ټولنې استازو برخه اخیستې وه.
د ناستې ګډونوالو په ګډه خپره کړې اعلامیه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار کړی.
د یادو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د پراخبنسټه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د ښځو د کار او زده کړو حقونه ورکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې خرابېدونکي وضعیت ته اندېښمن دي او ټینګار یې کړی چې هغوی به د افغانستان پرمختګ، سولې او ثبات لپاره ژمن پاتې شي.
تر دې وړاندې د افغانستان په اړه د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې لومړۍ ناسته په تاشکند کې شوې وه.