ads

جنس په جنس سوداګري؛ زموږ په ګټه، که په زیان ده؟

د راپورونو پربنسټ پاکستان په داسې حال کې چې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی، له درېیو هېوادونو افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس په جنس سوداګرۍ طرحه جوړه کړې ده.

فضل هادي حمیدي
13 غبرګولی 1402
جنس په جنس سوداګري؛ زموږ په ګټه، که په زیان ده؟

د یادې طرحې پربنسټ به پاکستان له نورو هېوادونو سره سوداګري د پیسو په بدل کې نه بلکې، جنس به صادروي او په بدل کې به یې جنس واردوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې اړه له پاکستان سره ناستې او خبرې شوې، خو لاهم پایلې ته نه دي رسېدلي او په جزیاتو خبرې روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد کلید راډیو ته وویل:
«د جنس په جنس تبادلې په اړه له پاکستان سره ناستې او خبرې شوې دي، موږ په جزیاتو خبرې کوو، دا خبرې او ناستې لاهم نه دي وروستۍ شوې.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا د دغه ګام هرکلی کوي او وایي چې دا ډول سوداګري د هېواد د اقتصاد په ګټه ده.
د دغې خونې ویاند جان آغا نوید کلید راډیو ته وویل چې په دې ډول سوداګرۍ سره له یوې خوا له پاکستان سره د سوداګرۍ کچه لوړیږي او له بلې خوا چې پاکستان له نورو هېوادونو سره د افغانستان له لارې د جنس په جنس سوداګري کوي، افغانستان د ټرانزیټ له درکه ډېر عواید ترلاسه کوي:
«بارټر یا جنس په جنس سوداګري د سوداګرۍ یوه برخه ده او موږ د دغه اقدام ملاتړ کوو، تر دې وړاندې افغانستان هم ځینو هېوادونو ته د بارټر یا جنس په جنس سوداګرۍ وړاندیزونه کړي وو چې یا هېڅ ونه شو او یا هم له ځینو هېوادونو سره کم وشو، موږ له پخوا له روسیې سره هم بارټر سوداګري درلوده چې کشمش مو صادرول او له روسیې یې په بدل کې الکټرونیک وسایل او ماشین آلات راتلل.»
خو د اقتصادي چارو کارپوهان یې بیا په دې اړه وېشلي نظرونه لري.
د اقتصادي چارو کارپوه احسان الله احسان وایي، بارټر یا جنس په جنس سوداګري د افغانستان له سوداګرۍ او افغانۍ د پولي ارزښت لپاره ګټوره ده:
«که پاکستان له موږ سره د بارټر سیستم پراساس سوداګري کوي، نو زموږ توکي به هم پاکستان ته صادرېږي او د صادراتو دا کچه کېدای شي د تېرو کلونو په پرتله پاکستان ته زیاته شي، د دې ترڅنګ له افغانستان څخه د ډالرو وتل کموي، ځکه موږ اوس د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ‌ډېره سوداګري په ډالرو کوو، نو چې ډالر له هېواده وځي، د افغانۍ په ارزښت منفي اغېز کوي.»
خو د اقتصادي چارو بل کارپوه عبدالنصیر رشتیا بیا د بارټر سوداګرۍ په اړه یو لړ اندېښنې هم لري او وایي چې په دې ډول سوداګرۍ کې به پاکستان د افغانستان له اړتیا ناوړه ګټه واخلي او بې کیفیته توکي به افغانستان ته راصادر کړي:
«د سوداګرۍ بارټر سیستم د افغانستان په خیر نه دی، ځکه اوس موږ یو مصرفي هېواد یو، موږ چې څه شی غواړو وارد کړو، په بدل کې یې له موږ څخه کاني مواد او قېمتي توکي وړي او له هغه لوري به موږ ته بې کیفیته او غیرمعیاري توکي را لېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري د تېرو کلونو په پرتله راکمه شوې او افغانستان د منځنۍ آسیا او سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګري زیاته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA