ads

افغان لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

افغان لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې سریلانکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

کامران احمدزی
13 غبرګولی 1402
افغان لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې سریلانکا لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د اسلانکا د ۹۱ منډو پر مټ ۲۶۸ منډې جوړې کړي.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۷م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د افغانستان لپاره ابراهیم ځدران په ۹۸ توپونو ۹۸ منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم تر لاسه کړه.
د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت شاهدي وايي، تمه شته چې راتلونکې دواړه لوبې هم وګټي او دغه لړۍ د افغانستان په نوم کړي.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله به سبا سهار د افغانستان پر وخت نهه نیمې بجې له سریلانکا سره دویمه یو ورځنی لوبه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA