ads

له ایران سره پر پوله د دوو پاکستاني سرتیري وژل کېدل

د پاکستان پوځ وایي چې له ایران سره پر پوله یې د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

Shersha azizi
12 غبرګولی 1402
له ایران سره پر پوله د دوو پاکستاني سرتیري وژل کېدل

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه د بلوچستان ایالت د کیچ په سرحدي سیمه کې را منځته شوې چې د اعلامیې له مخې پاکستاني ځواکونو بریدګر په شا تمبولي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو او د پاکستان د حکومت مخالفو سخت دريځو ډلو په تېر کې د دا ډول بريدونو مسولیت منلی دی.
تر دې وړاندې ایراني چارواکو تیره اونۍ ویلي وو چې له پاکستان سره پر پوله یې په یو ه وسلوال برید کې شپږ تنه سرتېري وژل شوي.
د یادونې ده ایران او پاکستان تل یو بل تورنوي چې د ترهګرو د فعالیتونو او د هغوی د سرحدي بریدونو د مخنیوي لپاره پوره هڅه نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA