ads

د زاپوریژیا اټومي بټۍ په اړه له کیف او مسکو څخه د د ملګرو ملتونو غوښتنه

ملګرو ملتونو له روسیې او اوکراین څخه غوښتي چې په زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د احتمالي اټومي ناورین مخه ونیسي.

Shersha azizi
11 غبرګولی 1402
د زاپوریژیا اټومي بټۍ په اړه له کیف او مسکو څخه د د ملګرو ملتونو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دغه ناورین د مخنیوي لپاره ځینې وړاندیزونه او سپارښتنې هم کړې دي.
ګروسي چې تېره مارچ میاشت یې د اوکراین اټومي تاسیسات له نږدې کتلي وویل چې د زاپوریژیا اټومي بټۍ شاوخوا ته د هر ډول بریدونو او پوځي فعالیت مخنیوی باید وشي.
اوکراین د زاپوریژيا په ګډون پنځه اټومي بټۍ لري چې د ګروسي د موندنو له مخې د جګړې له پيله یې ټول په یوه ډول تر برید لاندې راغلي دي.
په دغو سایټونو کې پنځلس اټومي ري اکټورونه فعاله دي چې په ویجاړېدو سره یې چاپېریال او د انسانانو ژوند اغېزمنېږي چې روسیه هم ترې خوندي نه پاتې کېږي.
ملګري ملتونه داسې مهال په اوکراین کې د احتمالي اټومي ناورین خبرداری ورکوي چې د څه باندې پنځلسو میاشتو په تېرېدو د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په اړه هیڅ پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA