ads

په ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړو شکایتونه

په ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ورته د تمرین لپاره زمینه نه ده برابره شوې.

جان اغا صالح
10 غبرګولی 1402
په ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړو شکایتونه

د دوی په وینا، لوبغالی لري، خو د لوبو د تمرین لپاره مناسب ځای نه لري، چې له کبله یې لوبغاړي ډېر کله د ښار په تفریح ځایونو کې خپل تمرینات ترسره کوي.
د فوټبال برخې لوبغاړي محمد جواد او قدرت الله وایې، په ننګرهار کې د فوټبال د تمریناتو د ترسره کولو لپاره د معیاري لوبغالي او ځای نه شت په دغه ولایت کې د ورزش کوونکو په ځانګړې توګه فوټبالرانو ستره ستونزه ده .
محمد جواد زیاته کړه:
«په ننګرهار کې د فوټبال لوبغاړي امکانات نه لري، د سراج العمارت د فوټبال یو تمریناتي لوبغالی تخریب شوی او کلونه کېږي، خو تراوسه نه دی رغول شوی اوس موږ خپل تمرینات به تفریح ځایونو کې ترسره کوو چې ډېر کله له نورو خلکو سره په جنجال کې هم ښکیل یو.»
قدرت الله زیاتوي:
«د فوټبال میدانونه په ننګرهار کې شته خو د تمریناتو لپاره ځای نه لرو، موږ ډېر کله خپل تمرینات په تفریح ځایونو کې کوو؛ دغه د شېرزي لوبغالی دی دلته زیاتره وخت موږ ته د تمرین اجازه هم نه راکول کېږي. له مسولینو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوو.»
دوی دغه راز له اړونده ادارو په ننګرهار کې د فوټبال د تمریناتو د ترسره کولو لپاره د نورو معیاری لوبغالو پر جوړېدو سربېره د فوټبال تمریناتو د ترسره کېدو لپاره هم د مناسب ځای غوښتنه کوي.
د فوټبال لوبغاړي دین محمد او ذبیح الله وايي، د تمریناتو لپاره د ځای نشت له کبله زیاتره لوبغاړو فوټبال ته شاه کړې او نه یې شوای کولای چې سپورټ ته دوام ورکړي
دین محمد زیاتوي:
«په تېر کې ننګرهار ته د فوټبال په برخه کې په سم ډول کار نه دی شوی او تل د دوی حق خوړل شوی کلني بودجه به نه ورکول کېده او هغه امکانات چې ورزشکات ته لازم دي، نه دی ورکړل شوي.»
ذبیح الله زیاتوي:
«د سراج العمارت بڼ کې چې کوم د تمریناتو لپاره لوبغالی موجود دی، هغه تخریب شوی او کله چې هلته تمرین ترسره کوو، نو ډېر کله د میدان دخرابوالي له امله لوبغاړي ژوبل کېږي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د فوټبال فدراسیون رییس احمدالله ساپی د ورزشکارانو ستونزې تاییدوي او د حل ډاډ ورکوي.
نوموړی وایې، په دغه ولایت کې یو معياري سپورټي استډیوم موجود و، خو اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی، چمن یې په خاورو بدل شوی او د احاطې دېوالونه یې تخریب شوي دي.
ساپی زیاتوی:
«اوسمهال جلال اباد ښار کې درې د فوټبال لوبغالي دی، یو د شېرزي، د ننګرهار د فوټبال سټیدیم او بل په سراج العمارت کې د فوټبال د تمرین لپاره د ازاد تمرین سټیدم دی؛ خو اوس یې د یاد میدان جالونه او چمن تخریب شوی او موږ یې هم د جوړیدو توان نه لري او له نورو ادارو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.»
د هغه په خبره چې دغه ولایت کې دا مهال د فوټبال درې ورزشي لوبغالی لري او هڅه یې پیل کړې، د فوټبال په برخه کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
هغه خصوصي کلبونه چې په جلال اباد ښار کې فعاليت کوي، مسوولان یې وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې تر نيمايي ډېر ورزشکاران له لاسه ورکړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA