ads

په خوست کې د خوړو او درملو ادارې څانګه پرانیستل شوه

په خوست کې د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې د امریت په چوکاټ کې چارې پیل کړې، څو یاد ولایت ته راوړونکي درمل او خوراکي توکي د کیفیت له اړخه وکتل شي.

بصیر یاد
10 غبرګولی 1402
په خوست کې د خوړو او درملو ادارې څانګه پرانیستل شوه

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د ثبت او جواز رییس ډاکټر احسان الله وویل، د دغه امریت په فعالیدو سره به د بې کیفیته درملو او خوړو مخه ونیول شي او دوی به له درملتونونو او د خوراکي توکو له هټیو په دې برخه کې څار ترسره کوي:
«دا به ډېر موثر تمام شي ځکه چې زموږ کوم پرسونل چې دی هغه به هره ورځ خپل نظارت او بررسي له درملتونونو، تولیدي شرکتونو او توليدي کارخانو څخه کوي، د قیمت کنټرول به کوي. ټول د درملو په برخه کې چې کومې ستونزې لري، ورو ورو به حل شي.»
د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر فضل کریم مندوزی د درملو او خوړو د کنټرول په برخه کې د دې څانګې پرانیستل ګټور بولي او په وینا یې، تر دې وروسته به د درملو او خوراکي توکو کیفیت په خوست کې معلومیږي:
«موږ به کابل ته لېږل غذايي مواد یا درمل چې، میاشتې وخت به یې نیوه اوس به دلته ژر کېږي او ان شاءالله هغه کوالیټي به یې ژر معلومیږي. دلته اوس لابراتوار نه شته په راتلونکې کې به لابراتوار هم جوړیږي.»
بل لورته په خوست کې د درملو اتحايې معاون سلطان محمد افغان وویل، پخوا خلکو بې کیفیته درمل راوړل چې د خلکو په زیان وو، خو اوس به دغه ستونزه تر یوې کچې راکمه شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د درملو او خوراکي توکو د معلومولو لپاره دې لابراتوار هم ژر پرانیستل شي:
«دغه کومه اداره چې اوس په خوست کې جوړیږي د خلکو او ولسونو لپاره یو نوښت دی ځکه مخکې به خلکو بې کیفیته درمل راوړل، داسې کس نه و چې د دې تفکیک وکړي چې دا درمل اصلي دي او که نقلي دي، نو د دې ادارې په جوړیدو سره به د خوست خلکو لپاره لوی سهولت پیدا شي.»
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادرې مسوولین وايي، د خوست په ګډون به اتو ولایتونو کې د درملو او خوړو د څار او کیفیت معلومولو لابراتوارونه فعال شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA