ads

د کرنې معیاري کېدو لپاره د دولت هڅې

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې کرنې هېڅ پرمختګ نه دی کړی او یوازې نوم یې پاتې دی.

فضل هادي حمیدي
10 غبرګولی 1402
د کرنې معیاري کېدو لپاره د دولت هڅې

د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د چهارشنبې په ورځ د کرنیزو او مالدارۍ څېړنو انسټېټیوټ د کروندې ورځې په غونډه کې وویل، بزګران ټول کال خواري کوي، پانګه وال په کرنه پانګونه کوي، خو د کال په اخر کې کرنیز حاصلات یوازې د بزګر کورنۍ اړتیاوې هم نه پوره کوي.
نوموړی وایي، افغانستان ښه متخصصین د کرنې په برخه کې ښه پانګه‌وال او پیاوړي بزګران لري، خو بیا هم افغانستان خپل غنم نه شي پوره کولای.
نوموړي د کرنې وزارت متخصصینو ته لارښوونه وکړه چې خپلې مسلکي زده کړې په مرکز او ولایتونو کې بزګرانو ته انتقال کړي:
«د افغانستان په ټولو بزګرانو او پانګه‌والو غږ کوم، مخکې له دې چې په ځمکه کې کار پیل کړي، تخم پر ځمکه وشیندئ، راشئ له کرنې وزارت سره یو ځای شئ، معلومات وغواړئ، تاسو ته به ګټورې نسخې درکړي چې د هغو پربنسټ خپل کار مخته یوسئ او د کال په پای کې به انشاءالله ډک لاس او د ډېرې ګټې څښتنان وئ.»
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني څېړنې د یوه هېواد بنسټ بولي او وایي چې که د څېړنو پربنسټ کرنه وکړو، د ګاونډیانو له احتیاج څخه به خلاص شو.
د کرنې وزارت مرستیال ډاډ ورکوي چې د حکومت او کرنې وزارت مشرتابه د کرنې پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري:
«له ۲۰ فیصده څخه تر ۳۰فیصده زموږ کرنې پرمختګ کړی او د پرمختګ په حال کې ده، خو ستونزې هم شته، له یوې خوا وچکالي ده، له بلې خوا ۴۰ کاله زموږ زیربنا، متخصصین، علمي کادرونه له ستونزو سره مخامخ وو، نو زه دا هیله لرم چې د کرنې وزارت مشرتابه او زموږ مشران څېړنو او کرنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو زموږ کرنه پرمختګ وکړي.»
د کرنیزو څېړنو انسټېټیوټ مسوولین هم وایي چې د اصلاح شویو تخمونو په اړه یې پراخې څېړنې کړې او د غنمو ۴۶ ډوله تخمونه یې بزګرانو ته معرفي کړي چې له ډېرو یې اوس هم کار اخیستل کېږي.
د دغه انسټېټیوټ مشر مولوي نصرت الله طلحه د څېړنو او څېړنیزو فارمونو لپاره د ځمکو له کموالي څخه شکایت کوي:
«موږ غواړو چې د قوش تېپې کانال، نیمروز کې د کمال خان بند او سلما بند اړوندو سیمو کې د څېړنو لپاره ځمکې راکړل شي، ترڅو دومره اصلاح شوي تخمونه تولید کړو چې د هېواد د ټولو بزګرانو اړتیاوې پوره کړي.»
د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو انسټېټیوټ د مسوولینو په خبره، افغانستان په کال کې ۶.۳ میلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري چې ۵.۲ میلیون ټنه په کور د ننه تولیديږي او ۱.۱ میلیون ټنه غنم له بهرنیو هېوادونو واردېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA