یاده لوبه چې تېره شپه د ګجرات ټیټاینز او چینای سوپرکینګز لوبډلو ترمنځ وشوه، په کې ګجرات لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۴ منډې وکړې.
که څه هم ګجرات لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۱۵ منډو هدف ورکړ، خو د باران له کبله لوبه ۱۵ اورونو ته راښکته شوه، چې د « ډي.ایل» میتود له مخې، د چینای لپاره په ۱۵ اورونو کې د ۱۷۱ منډو هدف وټاکل شو.
چینای لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
چینای لوبډلې تر دې وړاندې هم څلور ځله د «ای.پي.ایل» سیالیو اتلولي ګټلې وه.
د دغو سیالیو غوره توپ اچوونکی محمد شمیع او غوره توپ وهونکی شوبمن ګیل ونومول شو.
د یادونې ده چې راشد خان په یادو سیالیو کې د ۲۷ ویکټو په اخیستو دویم غوره توپ اچوونکی و.