په دغه ولایت کې د معلولینو یو ښارګوټی هم شته چې د یوې عربي موسسې په مرسته جوړ او د هغو کسانو لهپاره ځانګړی شوی چې د وجود څو غړي یې له لاسه ورکړي دي.
په دغه ښارګوټي کې ګڼ معلولین شکایت لري چې نه د وېشلکېدونکو مرستو له اخیستو برخمن شوي او نه هم د کارو بار زمینه ورته برابره ده.
عبدالمالک اغا چې په همدغه ښارګوټي کې اوسېږي، ګیله لري چې حکومت او مرستندویه موسسو له دوی مخ اړولی او مرسته یې نهکوي.
«زیاتې ستونزې لرو، له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې زموږ لاسنیوي وکړي. مرستې چې راشي ملک ته پنځه، شپږ کارته ورکړي، خو ډېر بېوزله خلک له مرستو څخه پاتې شي.»
معلولین همدا راز له حکومت غواړي چې دوی ته د دوامدار کار زمینه برابره کړي. د یوه معلول زوی احمد بلال وايي چې تر اوسه حکومت او مرستندویه ادارو دوی ته هېڅ پاملرنه نه دهکړې او له همدې کبله ده چې دوی له بې روزګارۍ او بې وزلۍ څخه کړیږي.
« ستونزې مو دغه دې چې دلته ګرځو په کلي کې، انډیواله ولاکه د یوې افغاني درک شته، هغه دی تاسو وینئ چې لاسونه او پښې مو دواړه پرې دې. یا په دواړه سترګو لانده دي. »
هممهاله ځینې نور معلولین بیا شکایت لري چې حکومت د دوی په کلنیو پیسو کې کموالی راوستی او له همدې امله ده چې د دوی د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده. دوی وايي که چېرې حکومت د دوی د کورنیو غړو ته کاري فرصتونه برابر کړي، کورنی اقتصاد یې ورسره غوړېدلی شي.
په کندهار کې د معلولینو ښارګوټي مشر غنيمحمد همدا خبره کوي او وايي چې له دوی سره په ښارګوټي کې داسې معلولین هم شته چې څلور سره اندامونه نهلري او دا د دولت مسوولیت دی چې د تنخوا او کار غمه یې وخوري
«دغه پنځه زره انسانان له هرې ستونزې سره مخامخ دي، د خدای بیچارهګان دي، لاسونه نهلري، پښې نهلري، سترګې نهلري، داسې انسان شته چې څلور اندامه یې نشته.»
په کندهار کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ریاست مسوولین هم، د معلولینو پر ستونزو سترګې نهپټوي. دوی وايي په دې هڅه او لټه کې دي چې د همکارو موسسو په مرسته د معلولینو ستونزو ته حل ومومي. دا ریاست وايي چې معلولین په ټوله کې په درېیو برخو وېشل شوي چې ځینې یې ښه امتیازات هم لري. د کندهار شیهدانو ورثهوو او معلولینو چارو رئیس مولوي طاهر اغا په دې اړه کلید ته وویل: ((نور هم موږ کوښښ کوو چې د خارجي موسسات دې خوا ته راجلب کړو، ځکه دا خلک زموږ د ټولنې هغه بې وزله کسان دي او دا خلګ پر موږ باندې ډېر حق لري، څومره چې زموږ توان وي، دوی ته به د کار او مساعدت زمینه برابره کړو.))
د یادونی وړ ده، چي د مسولینو د لوری څخه تر اوسه پوري ۲۵۸۷ معلولین ثبت او راجسټر سوی چي هر کال مکمل فلج معلول ته ۹۶ زره افغانۍ او دوه غړی چي له لاسه ورکړی وی هغه ته ۶۸ زره افغانی او د یوه غړی معلول ته ۳۶ زره افغانی ورکول کیږی.