ads

د امریکا او پاپوانوګینې هوکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنګن پاپوانوګینې ته د سفر پر مهال د یاد هېواد له لومړي وزیر جیمز ماراپ سره د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

محمدخان بریال
2 غبرګولی 1402
د امریکا او پاپوانوګینې هوکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغو مراسمو کې ویلي چې د همکاریو په دغه هوکړه کې دواړه هېوادونه د برابرو او خپلواکو شریکانو په توګه په پام کې نیول شوي دي.
د بلېنکن په خبره، دغه هوکړه په ارام اقیانوس کې د امریکا نظامي وړتیا نوره هم ډېروي، د پاپوا نوګینې امنیتي ځواکونه پیاوړي کوي او په سیمه کې د ثبات لامل کېږي.
«موږ په ارام اقیانوس کې پانګونه کړې ده، ځکه زموږ راتلونکی په همدغه ځای پورې اړه لري، یاد هېواد هم په راتلونکي کې ښه رول لوبولی شي.»
په ورته وخت کې د پاپوا نوګیني لومړي وزیر «جیمز ماراپ» ویلي چې دغه هوکړه د دوی د هېواد په اوبو کې امریکا ته دا وړتیا ورکوي چې دلته هر څه تر څار لاندې ولري او په اوبو کې د غیر قانوني فعالیتونو پر وړاندې مبارزه وکړي.
«دواړو لورو دغه هوکړه لاسلیک کړه. موږ له امریکا سره خپلې اړیکې له عمومي اړیکو څخه ځانګړو اړیکو ته لوړې کړې. دغه هوکړه د دواړو لورو لپاره ګټوره ده. زموږ ګټې تضمینوي، تر څو په نړۍ کې په قوي اقتصاد بدل شو.»
بلخوا، شنونکي په دې نظر دي چې دغه هوکړه امریکا ته دا وړتیا ورکوي چې د پاسیفیک حوزې هېوادونو له بندرونو او هوایي ډګرونو څخه ګټه واخلي او وایي چې دغه اقدام د چین پر وړاندې هم یو ډول مبارزه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA