ads

د افغانستان پر فضا د امريکا لخوا د څارنې ډېرېدو ادعا

د امریکا پوځي چار واکي وایي له افغانستان څخه د ترهګریزه بریدونو د ګواښونو د مخنیوي په هدف یې د دغه هېواد پر فضا خپله څارنه ډېره کړې ده.

Shersha azizi
28 غویی 1402
د افغانستان پر فضا د امريکا لخوا د څارنې ډېرېدو ادعا

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا وایي، که داعش له افغانستانه بهر بریدونو ته لومړیتوب ورکړي، په شپږو میاشتو کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو پر اهدافو بریدونه کولای شي.
مایکل کوریلا د امریکا کانګرس ته ویلي، اسلامي امارت له داعش سره د مبارزې ‘لوړه اراده’ لري، خو په خبره یې دا وس نه‌لري چې د داعش د راتلونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي، دوی د څار د زیاتوالي لپاره د جاسوسۍ داسې هوایي وسیلې ازمایي چې د ډېرې مودې لپاره په هوا کې پاتې کېدلای شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې بیا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او داسلامي امارت نورو چارواکو په وار وار د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به نورو ته ګواښ نه پېښېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA