نوموړي ویلي، اسلامي امارت هېچاته د ترهګریز فعالیت اجازه نه ورکوي او په دې اړه خپرې شوې اوازې یوازې د بدنامۍ هڅې دي.
نوموړي دغه راز د هغې پوښتنې په ځواب کې چې «اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان» او نورو ترهګرو ډلو پر ضد څه کوي؟ وویل چې افغانستان په خپله خاوره کې هېچاته د فعالیت اجازه نه ورکوي او د پاکستان حکومت ته په کار ده چې پخپله له «ټي ټي پي» سره خبرو ته کېني.
د متقي په خبره، د سیمې ثبات د افغانستان لپاره مهم دی، نو د پاکستان حکومت ته هم په کار ده چې له یادې ډلې سره خبرو ته کېني.
د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په ګډه اعلامیه کې هم راغلي چې درې واړو لورو ټینګار کړی چې تحریک طالبان پاکستان، ختیځ ترکستان ډلې او نور ترهګرو ډلو ته به د فعالیت اجازه نه ورکوي.