ads

ایا اجازه ورکوئ، چې مېرمن مو ستاسو وټس اپ ته د خپل موبایل له لارې په پوره ډول لاسرسی ولري؟

وټس اپ (WhatsApp) نوې اسانتیاوې رامنځ ته کړې، چې له مخې یې اوس تاسې کولی شئ په څلورو ګرځنده موبایل ونو کې د خپلې همدې یوې شمېر څلور وټس اپ حسابونه یا په ساده ژبه وتس اپونه ولرئ.

اسلام الدین احمدی
12 غویی 1402
ایا اجازه ورکوئ، چې مېرمن مو ستاسو وټس اپ ته د خپل موبایل  له لارې په پوره ډول لاسرسی ولري؟

د میټا شرکت مشر مارک زوکربرګ وايي: “اوس به تاسو وکولی شئ په خپلو څلورو موبایل ونو کې ورته وټس اپ حساب وکاروئ.”

نوموړی وايي، دا اسانتیا یې د نړۍ ټولو کاروونکو لپاره رامنځ ته کړې او په راتلونکو اونیو کې به هرڅوک ورته لاسرسی ولري.

 له دې مخکې تاسو کولی شو، چې یوازې په یوه موبایل  او څو نورو وسیلو، لکه لپ ټاپ یا ډیسک ټاپ کمپیوټر کې خپل وتس اپ حساب پرانیزئ.

 څلورو موبایل ونو کې همهغه د یوې شمېر وټس اپ څنګه کار کوي؟

د دې نوې اسانتیا له مخې به د وتس اپ کاروونکي وکولی شي، چې خپلو څلورور موبایل ونو کې خپل وټس اپ حساب پرانیزي.

همهغه ډول لکه فیسبوک، چې څو موبایلونو کې پرانېستلی شئ، وټس اپ حساب مو هم لږ تر لږه څلورو موبایل و کې پرانېستلی شئ.

که یو موبایل  بند وي، تاسو کولی شئ د دویم، دریم یا څلورم موبایل  څخه پیغامونه واستوئ.

د میټا شرکت وايي، دا اسانتیا یې د کاروونکو په غوښتنه رامنځ ته کړې، چې د ګڼو کسانو لخوا یې وړاندیزونه ترلاسه کړي وو.

همدارنګه که په یوه موبایل  کې ستاسو وټس اپ د اوږدې مودې لپاره فعاله نه وي نو په خپله په همدې موبایل  کې بندیږي او تاسې کولی شئ بل موبایل  کې پرانیزئ.

یاد شرکت وايي، دا اسانتیا د سوداګرې لپاره هم کارولی شئ.

ستاسو کاري وټس اپ حساب به ستاسو له څلورو کار کوونکو سره وي، چې هر یو یې وکولی شي مشتري ته په وخت ځواب ور کړي.

 همدارنګه تاسې کولی شئ، د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره خپل وتس اپ حساب ګډ کړئ یعنی هغوی کولی شي خپلو موبایل ونو کې ستاسو وتس اپ پرانیزي او وېڅاري.

که لیواله یاست د خپل خاوند وټس اپ خپل موبایل  کې پرانېستلی شئ او یا هم د ژوند ملګري کولی شي د یو بل د وتس اپ حساب په خپلو موبایلونو کې پرانیزي یا لاسرسی ورته ولري.

ځینو کاروونکو د دې نوې بڼې وتس اپ هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې دوی ورته د اوږدې مودې لپاره اړتیا لري.

دا ډول په زړه پورو اسانتیاو له کبله هر کال د وټس اپ کاروونکي زیاتېږي.

نړۍ کې له دوو میلیاردو زیاتو انسانانو وتس اپ کارولو ته مخه کړې ده.

یاد اپ غږیز، انځوریز او لیکني پیغامونه لېګدوي او انسانان یې خپل منځ کې د اړیکو ټینګولو لپاره کاروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA