ads

د واکسین او عقامت ترمنځ اړیکه؛ ناسم باورونه او حل‌لارې

په چین کې د کرونا وبا له راڅرګندېدو، لږ وروسته د ۱۳۹۸لمریز کال د کب په ۵مه نېټه یې لومړني پېښه په هرات ولایت کې ثبت شوه چې ورپسې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د کرونا مثبتو پېښو څرک ولګید او افغانستان یې په سر واخیست.

بصیر یاد
10 غویی 1402
د واکسین او عقامت ترمنځ اړیکه؛ ناسم باورونه او حل‌لارې

د دې نړیوالې وبا پیل ډېر سخت او له اندیښنو ډک و چې د ګڼ شمېر انسانانو ژوند یې واخیست، خو نړۍ لاس تر زنې کېنناسته، بلکې د مخنیوي پر لارو چارو یې فکر او کار پیل کړ.
یو شمېر هېوادونو د کرونا ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره، څو ډوله واکسینونه جوړ او د نړیوالو روغتیايي مرکزونو له تایید وروسته یې د تطبیق په موخه وړاندې کړل، خو د دغو واکسینونو په اړه ناسمې اوازې هم خپرې شوې چې ځینې خلک یې د تطبیق په برخه کې زړه نا زړه کړل.
د کرونا واکسینو په اړه ناسم باورونه او اوازې د دې لامل شوي چې ځینې خلک تر اوسه هم دغه واکسین ته زړه نه ښه کوي، خو سره له دې هم ډېرو خلکو واکسین وکړ او د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې یې شاوخوا ۱۲میلیونه وګړي واکسین کړي او همداراز د هېواد په ۱۷ ولایتونو د کرونا واکسینو کمپاین روان دی چې شاوخوا دوه‌نیم ملیونه افغانانو ته به د بوسټر دوز یا د کرونا تقویتي واکسین ورکړل شي.
اوازې او باورونه!
د خوست یوه اوسیدونکې ثنا وايي، په لومړیو کې یې له دې کبله د کرونا واکسین نه کاوه چې ممکن په راتلونکې کې یې اولادونه پیدا نه‌شي.
د ثنا په خبره وروسته یې ډاډ ترلاسه کړ چې، دغه واکسین خطرناک نه دي، نو اوس یې دغه واکسین کړي او کومه ستونزه هم نه ده ورته جوړه شوې:
«ځینې خلکو داسې ویل چې د کرونا واکسین ډېر تاوان لري، د خارجیانو دسیسې دي چې افغانانو ته یې مخته کوي، ښځو کې د حمل نه راوړلو دا کیسې مو اوریدلې دي. د خپل راتلونکي ژوند په خاطر لږه خفه شوې وم، دا مې په زړه کې ډار و چې که دا واکسین وکړم سبا به زه د ژوند نورو تکلیفونو سره مخ کېږم.»
حنا چې د خوست اوسیدونکې ده وايي، ټوله کورنۍ یې له کرونا ویریدله، خو بیا یې هم، د شته اوازو له کبله واکسین نه شو کولی او دوی له دې ویریدل چې ممکن دغه واکسین خطرناک وي.
دا وايي، په خپله له کرونا واکسینو ویرېدله او اوریدلي یې وو چې په بدن کې پټې ناروغۍ را برسېره کوي او د حمل په برخه کې هم ستونزې ورته جوړوي.
«په اولو کې چې کرونا واکسین راغلل زه خپله ډېره ډاریدلم، ما واکسین ونه کړل، خو بیا د وخت په تېریدو سره خلکو ډاډ راکړ چې څه مشکل نه جوړوي، بیا ما خپله کورنۍ هم تشویق کړه ځکه هغوی هم انکار کاوه، موږ چې، واکسین وکړل موږ یې خپله په ګټه پوه شوو.»
د خوست یو بل اوسېدونکی ایوب وايي، داسې اوازې وې چې د کرونا واکسین جنسي ځواک کمزوری کوي او په خبره یې چې د واکسینو له تطبیق دوه کاله وروسته په خپله دوی مړه کيږي:
«دا اوازې ماته هم رسیدلې وې او د دې ناروغۍ واکسینو څخه زیاته ویره وه. خپله ما هم واکسین نه‌و کړي او اوس مې هم نه دي کړي، اوس چې معلومه شوه ناروغي اول دومره خو سخته نه وه لکه څنګه چې اوازې وې، بیا دا واکسین چې کومو خلکو وهل چا ته یې تراوسه پورې زیان نه دی رسولی.»
په ورته وخت کې د کرونا یوه ښځینه واکسیناتوره چې نه‌غواړي نوم یې نشر شي وايي، د واکسین کولو پر مهال یو شمېر ښځو ورته ویلي چې که دغه واکسین وکړي دوی به اولادونه نه راوړي او وینه یې هم ورسره وچيږي:
«ماته مراجعین راشي چې زه ورته ووایم چې د کرونا واکسین وکړئ، دوی وايي چې موږ د کرونا واکسین نه کوو دا خلک وچوي، خلک مړه کوي او وینه ټینګوي، ډېر خطرونه لري بیا ما چې قناعت ورکړو چې تاسو د خلکو خبرو ته غوږ مه نیسئ دا ګټې لري.»
اوازې لا هم شته!
کلید ګروپ په خوست کې له بېلابېلو خلکو سره د روغتیايي موضوعاتو اړوند خبرې کړې او د کرونا واکسینو په اړه یې لا هم د خلکو ترمنځ ځینې داسې اوازې موندلې چې له امله یې خلک د واکسین کولو ته زړونه نه ښه کوي.
په دې ډله کې یوه هم د خوست اوسېدونکې نظیفه ده، دا وايي: «ډېرې پېغلې مې لیدلې چې له کرونا ډاریږي، خو واکسین نه کوي، دوی په دې باور دي چې که واکسین وکړي، ممکن شنډې شي؛ له واده وروسته به یې اولادونه نه پیدا کیږي»
نظیفه وړاندې زیاتوي:« څوک چې کم اولادونه لري، هغوی هم د شنډوالي له وېرې واکسین نه کوي؛ زما یوه د ماما ښځه ده، له کرونا ډاریږي، خو له دې وېرې واکسین نه کوي چې بیا به یې نور اولادونه ونه شي.
د خوست مرکز اوسیدونکی هارون خپل نظر داسې بیانوي: «ویل کیږي چې د کرونا واکسین جنسي کمزوري پیدا کوي او بیا د سړي اولادونه نه کیږي.»
د خوست یو بل اوسیدونکي خيرالله د کرونا واکسینو په اړه وايي: «ما تېر ځل د کرونا واکسین کړي وو، خو دا ځل مې ونه کړل؛ د خلکو خبرو وډار کړم چې د کرونا واکسین سړی شنډوي، بیا یې اولاد نه کیږي.»
روغتیاپالان څه وايي؟
د خوست کتلوي معافیت مسوول ډاکټر زاهد امیري وايي، په ټولنه کې د شته ناسمو باورونو او اوازو سربېره یې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې شاوه ۵۱۰۸۱۴ وګړي د کرونا ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي دي.
ډاکټر زاهد امیري وايي، د کرونا ناروغۍ په اړه اوازې ناسمې دي او دغه واکسین نړیوالو روغتیايي مرکزونو تایید کړي دي او زیاتوي چې د کرونا واکسین د کرونا ناروغۍ د له منځه وړلو لپارره خورا اړین دي:
«د کرونا واکسین د نړیوالو ارګانونو او د صحت عامې وزارت له خوا تایید شوي دي، په ټوله کې د کرونا واکسین تطبیق شوی دی، د کرونا واکسینو په اړه خلکو ته اطمینان ورکوم چې ګټه لري، تاوان نه لري.»
نوموړي همدا ډول زیاته کړه، یو شمېر علمي څېړنې ښيي چې له اتلس کلنۍ د عمر پورته وګړي چې مزمنې ناروغۍ ولري، دوی باید د کرونا واکسین ترسره کړي:
«که مزمنې ناروغۍ ولري لکه شکر، جګ فشار، تنفسي ستونزې یا د نفس تنګۍ مشکل ولري او عمر یې د اتلس کلنۍ څخه پورته وي، د کرونا واکسین باید وشي او دا لازم او ضرور دي.»
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د کرونا واکسینو په اړه د خلکو نظر تر یوې کچې مثبت شوی او د روغتیايي مسوولینو په وینا چې ممکن د کرونا په راتلونکي کمپاین کې له دې زیات وګړي واکسین کړي. په ورته وخت کې د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې د کرونا له لومړنۍ پېښې بیا تر ننه پورې په دغې ناروغۍ له ۱۸۰زرو ډېر کسان اخته شوي او شاوخوا ۸زره نور مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA