د مشاعرې تنظیموونکی او د سپین غر ځوانانو ټولنې مشر عبدالوکیل ملکزی وایې، په دغې مشاعرې کې د هېواد له بېلابېلو سیمو د شاعرانو او د ادب مینهوالو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانو هم ګډون کړی و.
نوموړی د یادې مشاعرې جوړېدو هدف شعر ته د خلکو هڅول او له همدې لارې نړۍ ته د سولې پیغام رسولی یادوي.
ملکزی زیاتوي:
«د سیکارام مشاعره هر کال د سپین غر ټولنې ځوانانو له لوري جوړیږي. په سږنۍ مشاعره کې له کابل، پکتیا، پېښور، خوست، نورستان او لغمان ولایتونو ګڼ شمېر شاعران راغلي او خپل نظریات یې له ګډونوالو سره شریک کړل. د سیکارام مشاعره هېواد شموله ده.»
په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه ولوستل، خو شاعر او لیکوال جعفر الماس او ارماني بیا د شعر په ژبه د سیکارام لوړه څوکه وستایله.
«دا ګرد چاپېر غرونه کوي ورته سلام، دا لوړه څوکه د سیکارام»
«که خدای د امن څادر ښور کړ، پچیراګام ته به غوزانو پسې ځونه»
په مشاعره کې د اسلامي امارت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.
د استخباراتو مشر ډاکتر بشیر د دا ډول مشاعرو جوړېدل وستایل او له شاعرانو یې وغوښتل چې د ټولنې ستونزو او ناخوالو ته دې په خپلو شعرونو کې ځای ورکړي او په هنري ژبه دې ولس ته وړاندې کړي.
ډاکتر بشیر زیاته کړه:
«په ټولنه کې د ستونزو او نورو کړاوونو د ختمولو لپاره د خلکو یوالی ډېر مهم دی او هغه څوک چې نه یې پېژنۍ د ولس په منځ کې ورته ځای مه ورکوئ، ځکه د امنیت په ټینګښت کې د خلکو همکاري مهمه ده.»
د مشاعرې ګډونوال هم د دا ډول مشاعرو جوړیدل ستایې او زیاتوي چې د سیکارام په شان دودیزې مشاعرې کولای شي، ولسي خلک د تفریح ترڅنګ له خپلو کلتوري ارزښتونو خبر کړي.
ابرار زیاته کړه:
«د داشان مشاعرو جوړېدل ډېر مهم دي، ځکه اوس په ټول هېواد کې امن دی او لازمه ده چې باید دا ډول مشاعرې جوړې شي.»
د سیکارام دویزه مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۹۴کال کې د سپن غر د ځوانانو ټولنې له خوا جوړه شوه چې له هغه راهیسې هر کال کې ترسره کېږي.
سیکارام د سپین غره لوړه څوکه ده چې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې موقعیت لري، د دغې دودیزې مشاعرې نوم هم له همدغې لوړي څوکې اخیستل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ