د دې سیمې اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې روغتيايي خدمات ورته برابر کړي.
د سیمې اوسېدونکی ملا امیرجان اخند وايي، روغتیايي خدماتونو ته د نه لاسرسي او د روغتيايي مرکزونو لرې والي له کبله یې ډیری وخت ناروغان له درملنې پاتې کېږي.
« د کلا بست BHC کلینک زموږ د خلکو لپاره بسنه نه کوي؛ ځکه د دې سیمي نفوس زیات دی، د خلکو زیاتوالي ته په کتو باید د یاد کلینک روغتیایي چاري د BHC څخه CHC ته انتقال شي«
نوموړي له عامي روغتیا له ریاست څخه غوښتنه کوي چې د بست کلا په سیمه کي یو بل کلینک هم جوړ کړي.
د کلا بست سیمي یو بل اوسیدونکي قدرت الله هم بیا وايي، روغتیايي مرکزونو ته غځېدلې لارې کنډوکپر دي چې د دوی د ناروغانو د انتقال لپاره سختې دي.
« موږ یو داسې روغتیايي مرکز ته اړتیا لرو، چې مجهز سیسټم ولري او د ۲۴ ساعتونو لپاره د امبولانس له خدماتو برخمن وي.»
په ورته وخت کي بیا د یاد روغتون آمر ډاکتر عبدالمحمد هم وايی، د بست کلا د وګړو سر شمېرنه د واکسیناتورانو د سروې له مخي درې کاله وړاندې شاوخوا ۱۹ زره اټکل شوې.
د هغه په خبره، که د دې سیمې د وګړو لپاره بل روغتیايي مرکز جوړ نه شي، نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.
« پر یاد کلینک د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته ده په یو وخت کي نه شي کولای چي په کیفیت برابر درملنه د ناروغانو ده ترسره کړي«
بلخوا بیا د هلمند د عامي روغتیا رییس ډاکتر سيداحمد سعید د بست کلا سیمي د خلګو دا ستونزه مني او زیاتوي چې د کلا بست د خلکو دا ستونزه موږ تر لوړ پوړو مسوولینو رسولې ده.
« دا چې د بست کلا سیمه مرکز ته نږدې ده نو زموږ هڅه داده چې یاد BHC کلینک CHC ته ارتقا ورکړو «
د یادونې وړ ده چې نه یوازې هلمند، بلکې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ورته ستونزې شته چې خلک یې له مسوولینو د حل غوښتنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ