ads

ایپل کمپنۍ به کله آی پیډ مینی 7 معرفي کړي؟

د iPad مینی 7 ممکن د A15 بایونک چپ کارولو ته دوام ورکړي.

اسلام الدین احمدی
30 وری 1402
ایپل کمپنۍ به کله آی پیډ مینی 7 معرفي کړي؟

ایپل شرکت د 2021 میلادي کال په سپټمبر کې د شپږم نسل iPad مینی پرانست، او د لومړي ځل لپاره موږ یو نوی ډیزاین ولید ، خو  اوس خلک په تمه دي چې اووم نسل به کله د لاسرسي وړ شي؟

پداسې حال کې چې ایپل کمپنۍ د 2012 او 2016 کلونو ترمنځ هر کال د خپل کوچني ټابلیټ نوی ماډل معرفي او بازار ته یې وړاندې کاوه، خو له دې نیټې وروسته موږ له منظمو تازه معلوماتو سره مخ نه شو.

د دې ټابلیټ نوی ماډل د 2019  په مارچ او د 2021 په سپتمبر  کې معرفي شوی.

سره له دې چې د شپږم نسل iPad mini له معرفي کولو څخه دوه کاله تیر شوي، ځینې یې سږکال د نوي ماډل معرفي کولو احتمال راپور ورکوي.

د ځینو معلوماتو له مخې ای پیډ مینی 7 به ښايي په 2023 یا 2024 کې بازار ته راشي.

 د نوي آی پیډ میني ماډل په اړه کره او دقیق معلومات نشته، خو له بلومبرګ څخه مارک ګورمن ادعا کړې چې د ای پید نوی ماډل به سږکال د هارډویر کوچني پرمختګونو سره راشي.

د اپل شرکت د تولیداتو یو مشهور شنونکی “مینګ چی کوو” هم په دې باور دی چې د آی پیډ مینی 7 لوی تولید به د 2023 په وروستیو کې یا د 2024 په لومړۍ نیمایي کې بازار ته  راشي او موږ به د 2024 په لومړیو کې ورسره مخ شو.

د آی پیډ مینی اوسنی ماډل د A15 بایونک چپ سره مجهز دی چې د اپل مبایلونو کې کارول شوي چیپونو په پرتله ټیټه فریکونسي لري. تمه ده چې سږ کال به د اپل ۶ وسیلې له A15 بایونک چپ سره بازار ته وړاندې شي.

دا ممکنه ده چې د iPad مینی 7 به د نوي چپ سره سمبال شي. البته، اپل ممکن د لګښتونو کمولو لپاره زاړه چپ کارولو ته دوام ورکړي. په هرصورت، موږ لاهم د دې محصول افشا کولو لپاره ډېر وخت لرو او موږ باید د هغه په اړه نورو معلوماتو ته انتظار شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA