د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده ناسته د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر «هایاشي یوشي ماسا» په کوربهتوب ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د غونډې ګډونوالو د افغانستان د بشري وضیعت او په دغه هېواد کې د بشري حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې ده.
د شتمنو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې په افغانستان کې پر مېرمنو د کار بندیز او زده کړو ته د هغوی نه پرېښودل د منلو نه دي.
په همدې حال کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نړیوالې ټولنې په ملتیا پر مخامخ خبرو ټینګار کوي.
یوشي ماسا دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو دوام هم مهم بللی.
په دې ناسته کې ټینګار شوی چې اسلامي امارت باید پرې نږدي چې افغانستان یو وار بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.