رویټرز خبري اژانس د ټایوان له دفاع وزارت څخه په نقل سره ویلي چې اوسمهال د چین اته جنګي کښتۍ د نظامي تمرینونو تر پایته رسېدو وروسته هم د دوی په شاوخوا کې حرکت ته دوام ورکوي.
د چین دفاع وزارت ویلي چې د دوی سرتېري د تیارسۍ په حال کې دي.
بلخوا، د چین حکومت زیاته کړې چې وروستي نظامي تمرینونه یې د ټایوان بېلتون غوښتونکو ته ځواب و.
د ټایوان حکومت د چین دغه تمرینونه غندلي او ویلي یې دي چې که یاد تمرینونه دوام وکړي، له امریکا او نورو هېوادونو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده چې چین ټایوان خپله خاوره بولي او له ۱۹۴۹میلادي کال راهیسې تر اوسه له چین څخه بېل اداره کېږي.