د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر اوسه د پاکستان له زندانونو څخه له زرو ډېر افغان بندیان ازاد شوي.
د یاد وزارت پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې تېره ورځ هم د دوی په هڅو شاوخوا ۱۷ هغه افغانان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او د سپین بولدک له لارې هېواد ته راورسېدل.
له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانانو د خلاصون لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت هڅې روانې دي.
که څه هم دا لا نه ده معلومه چې اوس مهال هلته څومره نور افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي، خو تر دې وړاندې ویل شوي چې د پاکستان په زندانونو کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر افغانان بندیان دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ له ایران څخه هم شل افغان زندانیان ازاد شوي دي.