ads

په هېواد کې د تنفسي ناروغیو د پېښو ډېرېدل

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو‌ایچ‌او وایي، د ژمي پر مهال په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو څه باندې څلور اعشاریه درې میلیونه پېښې ثبت شوې دي.

Shersha azizi
10 وری 1402
په هېواد کې د تنفسي ناروغیو د پېښو ډېرېدل

د یاد سازمان د افغانستان څانګې په یوه راپور کې ویلي، د دغو ناروغانو شاوخوا ۴۵ فیصده یې تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

په راپور کې سړه هوا د دغو ناروغیو اصلي لامل بلل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان که څه هم د تنفسي ناروغیو له کبله د مړینې ارقام نه‌دي ښودلي، خو زیاته کړې یې ده چې په ټول افغانستان کې د دوی د طبي پرسونل چارې روانې دي او ګڼو ناروغانو ته انټي بیوټیک درمل تجویز شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA