بلخوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې نهه سوه کورونه ویجاړ کړي دي.
د دغه وزارت ویاند شفیعالله رحیمي رسنیو ته په یو ه استول شوې اعلامیه کې ویلي چې ، دا سېلابونه د سر زیان هم لري او په خبره یې د زیانونو ارقام لومړني دي.
نوموړي وويل د حمل له اولې څخه تر اوسه پورې سېلابونو نهه سوه کورونه تخریب کړي دي، درې تنه وژل شوي او په ټوله کې ۲۲ زره جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې وروستیو سېلابونو د افغانستان په اوو ولایتونو کې لږ تر لږه ۶۴۵ کورنۍ اغېزمنې کړي دي.
یادې ادارې زیاته کړې چې مرستندویه بنسټونه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته د سېلابونو له امله رسېدلو زیانونو د برسۍ او مرستې چمتو کولو په حال کې دي.