ads

په شانګهای سازمان کې د افغانستان پر وضعیت د روسیې اندېښنه

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ملي امنیت سلاکارانو په اتلسمه غونډه کې د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف ویلي، د افغانستان حالت نه یوازې ترينګلی دی بلکه داسې ښکاري چې دا کړکېچ به ډېر وغځېږي.

Shersha azizi
10 وری 1402
په شانګهای سازمان کې د افغانستان پر وضعیت د روسیې اندېښنه

په دغه غونډه کې افغانستان چې د شانګهای تړون څارونکی غړی هېواد دی، نه دی بلل شوی او بحثونه يې تر ډېره پر امنیتي مسایلو را څرخي.
د روسیې دولتي خبري آژانس تاس راپور ورکړی، چې پاتروشیف ویلي دا مهمه ده چې د افغانستان حالت له نږدې وڅارل شي ځکه چې ترينګلی
پاتروشیف د افغانستان د اقتصاد د بیا راپورته کېدو لپاره د امریکا او د لویدیځې ټلوالې مسؤلیت مهم بللی خو په ورته مهال يې دا خبرداری هم ورکړی چې سیمې ته د امریکا او ناټو د پوځي حضور بیا ستنېدل نه زغمل کېږي.
د یادونې ده چې اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په ډاګه کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي
د شانګهای د غړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو دا غونډه په ډيلي کې د هند په مشرۍ جوړه شوې چې د چین او پاکستان استازو په انلاین پڼه پکې ګډون کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA