ads

په بریدونو او ماین چاودنه کې د ۱۰ پاکستاني پولیسو مرګ ژوبله

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وایي چې په خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو وسله‌والو په برید او ماین چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي او شپږو نور ټپيان شوي دي.

Shersha azizi
10 وری 1402
په بریدونو او ماین چاودنه کې د ۱۰ پاکستاني پولیسو مرګ ژوبله

د پولیسو څایي مشر اشفاق خان ویلي چې، څلور پولیس نن سهار وختي لکي مروت ښارګوټي ته پر لاره هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې په لاره کې یو ښخ شوی ماین وچاودېد.
دغه پولیس سیمې ته د دې لپاره تلل چې هلته د پولیسو پر یوه ماموریت د وسله‌والو د برید په وړاندې د خپلو همکارانو ملاتړ وکړي.
د پولیسو پر ماموریت په دغه برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.
پاکستاني طالبانو ی ټي ټي پي د دواړو بریدونو مسولیت منلی دې ډلې وروسته له هغې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي چې، د نومبر په میاشت کې یې د پاکستان له حکومت سره اوربند مات کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA