ads

په ننګرهار کې د خرما حاصلات لوړ اټکل شوي

سږ کال به په ننګرهار کې د خرما حاصل د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات وي.

جان اغا اصالح
9 وری 1402
په ننګرهار کې د خرما حاصلات لوړ اټکل شوي

دغه څرګندونې د ننګرهار کانال ریاست ویاند سید همایون غریبمل له کلید سره په خبرو کې وکړې. هغه وایې، تمه لري چې سږ کال به یې د خرما په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور برابره زیاتوالی راشي.
نوموړی وایي، د کانال اړوند د خرما بڼ چې په ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، تېر کال یې ترې ۱۸ ټنه حاصل راټول شوی و، خو سږکال یې حاصلات ۲۲ ټنه اټکل شوي.
غریبمل زیاتوي:
« موږ تېر کال د کانال اړوند په هډې فارم سیمه کې د خرما څلویښت جریبه بڼ څخه ۱۸ ټنه حاصل راټول کړی و، خو سږکال هیله لرو چې حاصلات به یې ۲۲ ټنه وي او د همدې بڼ سره په خوا کې موږ په ۲۵ جریبه نوره ځمکه هم تازه د خرما بڼ جوړ کړی چې په راتلوونکې کې به د خرما حاصلات نور هم زیات شي.»
نوموړی د خرما د حاصلاتو د ډېروالي لامل د خرماوو په بڼ کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرما د نویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.
غریبمل همداراز وایي، په پلان کې لري چې د خرما د صاحلاتو کچه لوړه کړي چې په دې سره به تر ډېر په کور دننه د خرما اړتیا پوره شي.
غریبمل زیاتوي:
«نه یوازې د خرماوو بڼ د کانال ریاست د عواېدو لپاره ښه سرچینه ده، بلکې د ښه حاصلاتو له کبله یې هېوادوال او پانګوال هم د خرماوو بڼونو په برخه کې پانګونې ته هڅولي دي او لا هڅه کې یو چې د خرماوو بڼونه زیات کړو.»
عبدالقیوم چې له کلونو راهیسې د خرما په بڼ کې کار کوي وایي، که اړین وسایل او نورې کېمیاوي سرې په وخت خرماوو ته ورکړل شي، تمه شته چې حاصلات به یي په راتلونکې کې له دې هم زیات وي.
عبدالقیوم زیاتوي:
«سږکال به د خرما حاصل زیات وي، نوغوښتنه مو له حکومت دا ده چې باید د خرماوو بڼو په زیاتوالي او دغه راز د عصري وسایلو، کېمیاوي سرو او په نور برخو کې مرسته وکړي، څو یې د خرما حاصلات نور هم لوړ شي.»
عام خلک وایي، بیا د خرماوو د بڼونو په زیاتوالي ټینګار کوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د ننګرهار اوسیدونکي میرویس او جاوید وایې، دغه ولایت د موسمي جوړښت له مخې د خرما د کښت لپاره مناسب دی او حکومت ته په کار ده د خرما د کرکیلې لړۍ هغه ولسوالیو ته هم وغځوي چې خرما په کې ښه حاصل ورکوي.
میرویس زیاتوي:
« حکومت په کار ده چې باید دلته د خرماوو بڼونه زیات کړي او له بهرنیو هیوادونو څخه د خرماوو له واریدولو خلاص شو، څو په خپل هېواد کې د خرما کرل عام شي.»
جاوید زیاته کړه:
« ننګرهار اقلیمي لحاظ هم د خرماوو د کرکیلې لپاره مناسب دی او کوم حاصل چې خرما دلته ورکوي ډېره خوږه خرما وي.»
د خرما یاد بڼ کلونه وړاندې د کانال ریاست له لوري د جلال اباد ښار اړوند فارم هډې سیمه کې په۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې په کې کینول شوي چې هغه وخت سعودي عربستان افغانستان ته ورکړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA