نوموړي د مسکو په هوايي ډګر کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه سفر کې به له خپل روسي سیال «سرګي لاروف» سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په نړۍ او سیمه کې د دواړو هېوادونو د ګټو پر ساتلو خبرې وکړي.
په همدې حال کې تسنیم خبري اژانس په روسیه کې د ایران د سفیر له قوله خبر ورکړی چې امیر عبداللهیان به په دې لیدنه کې له روسي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوال دهلېز د پراختیا، د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د ګډ بین الحکومتي کمېسیون د فعالیت په اړه بحث وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې اوکراین، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه ایران د روسیې او اوکراین ترمنځ په روانه جګړه کې د مسکو د ملاتړي هېواد په توګه پېژني.