نوموړي په دبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د لیدنې پر مهال ویلي، زده کړې پر هر نارینه او ښځینه فرض دي او هېڅ وخت باید د زده کړو دروازې ونه تړل شي.
د هغه په خبره، دی او ملګري یې هڅه کوي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت له مشرتابه سره هم خبرې کړې دي.
ستانکزي ویلي، په افغانستان کې ۹۸ فیصده دیني عالمان هم د نجونو له زده کړو سره همغږي دي.
هغه یو وار بیا له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دوحې د تړون له مخې، نړیوال باید په افغانستان کې د یو مرکزي نظام په راتګ سره له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.
سره له دې چې اسلامي امارت وايي، د یو مناسب چوکاټ په رامنځته کولو سره به نجونو ته د زده کړو حقونه ورکړل شي، خو لاهم په دې برخه کې د عملي اقداماتو کوم څرک نه لیدل کېږي.