د دغې ادارې د اسیا پسفیک څانګې تېره ورځ پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې له دې ډلې یوازې شپږ میلیونه افغانان د سختې لوږې ته نږدې شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې، په افغانستان کې د عوایدو فرصتونه کم شوي، نو ځکه ورسره په ټول هېواد کې د خلکو ستونزې پراخې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.
په ورته مهال اسلامي امارت وايي، هڅه کوي چې په کور دننه د لویو او وړو پروژو په پلي کولو سره خلکو ته د کار زمینه برابره او د فقر کچه راټیټه کړي.