ads

د توکو د کیفیت ښه کېدو پر لور بل ګام

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

تاج ولي غورځنګ
9 وری 1402
د توکو د کیفیت ښه کېدو پر لور بل ګام

دغه ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دوى په پام کې لري چې د هېواد په څلورو زونونو (کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار) کې د خوراکي توکو او درملو په نړيوال سټنډرډ سره د کيفيت د کنټرول ستر لابراتوارونه جوړ کړي.
دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د دومره لویو او معیاري لابراتوارونو د جوړولو پرېکړه کېږي.
په دغو لابراتوارونو کې به د کیفیت تضمین، فزیکي او کېمیاوي ازموينې، څېړنې او پراختیا، د طبي وسایلو څېړنه او د درملو معاینه شامله وي.
د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوید هژیر د لابراتوارونو د جوړیدو په تړاو کلید ته وویل:
«په تېر کې مو یوازې په کابل ښار کې د خوړو او درملو د کیفیت معلومولو لپاره لابراتوار درلوده چې د ټولو صادراتو او وارداتو لپاره یې مناسب ځواب نه شو ویلای، خو اوس هڅه کوو چې په روان کال کې دغه لابراتوارونه په څلورو نورو زونونو کې هم جوړ کړو. دغه لابراتوارونه په نړیوالو معیارانو جوړو.»
په ورته مهال ډاکټر ننګیالی فاروقي بیا وایي، په افغانستان کې د خوراکي او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د نشت‌والي له کبله ډېری درمل او خوراکي توکي مناسب کیفیت نه‌لري.
«کله چې د خوړو او درملو کیفیت مناسب نه وي، نو معلومه خبره ده چې د ګټې پر ځای به یې زیانونه ډېر وي، ځکه کله چې درمل کیفیت ونه لري، نو په ناروغانو هم مثبت اغېز نه لري. کله چې د درملو ګرام یو وي، خو دوی پکې نیم ګرام استعمال کړي وي، نو معلومه خبره ده چې اغیز به نه لري.»
د اقتصادي چارو شنونکی عباد ناصري هم د خوړو او درملو ملي ادارې د لابراتوارونو د جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې که دغه لابراتوارونه فعال او جوړ شي، تر دې وروسته به هېواد ته په لوړ کیفیت خوراکي توکي او درمل رالېږدول کېږي.
«اصلاً دغه لابراتوارونه له اقتصادي اړخه هم ډېر اغېز لري او همداراز سوداګرو ته هم دا فرصت په لاس ورکوي چې د خپلو توکو د پروسس لپاره ډېر په تمه پاتې نه شي. په بازار کې د خوراکي او درملو په کیفیت به هم مخامخ مثبت اغیز وکړي.»
د يادونې وړ ده چې دغه لابراتوارونه د بې کيفيته، ناقانونه او ناخوندي درملو او خوراکي توکو د پلور، پېر، توليد او واردولو د مخنيوي په هدف جوړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA