د امریکا کانګرس د لومړي ځل لپاره ۱۹۹۱ او بیا په ۲۰۰۳ میلادي کال په عراق کې د جګړې پیلولو لپاره د جمهور رییس صلاحیت تصویب کړی و.
د دغه هېواد د دواړو لویو ګوندونو سناتوران وايي،کانګرس باید خپل واک وکاروي چې په راتلونکې کې له پوځي ځواک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي.
د امریکا جمهور رییس د ا ساسي قانون له مخې، د وسله والو ځواکونو د سرقومندان هم ټاکل کېږي.
که څه هم تر دې وړاندې څو ځله د امریکا له جمهور رییسانو څخه د دغه واک د اخیستلو لپاره هڅې شوې، خو بیا هم ناکامې شوې دي.