د کندهار د عدلي طب مسوولین وایي، ۹۴ دغه ډول جسدونه میرویس روغتونه ته راوړل شوي دي.
د عدلي طب مسوول ډاکټر محمد موسی پوپل غریبنواز وایي، ۷۰ جسدونه تر دې وړاندې ښاروالۍ ته سپارل شوي او شل نور یې اوس مهال ور وسپارل.
د هغه په خبره، لاهم څلور نور جسدونه په روغتون کې پاتي.
«دا ټول هغه کسان دي چې په مرمۍ، شکنجه او یا نورو ډولونو وژل شوي چې بیا میرویس روغتون ته راوړل شوي، تر اوسه یې کورنۍ پیدا نه شوې.»
مسئولین وايي، د دغو ټولو کسانو عکسونه له دوی سره ثبت دي او دا جسدونه هم د ځانګړي کوډ پر اساس ښخوي چې د کورنۍ له پيدا کېدو وروسته به یې دوی ته وسپاري.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وایي، په تېر یوه کال کې یې ۵۰ هغه جسدونه خښ کړي چې د عامې روغتیا ریاست له خوا دوی سپارل شوي وو.
د هغه په وينا، په دغو جسدونو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
«ښاروالۍ ته په تېر یوه کال کې پنځوس جسدونه سپارل شوي چې موږ خاورو ته وسپارل.»
د یادوني وړ ده چي ډېر وخت د داسي وژنو انګېزه شخصي دښمنۍ او کورنی تاوتریخوالی بلل شوی.