ads

تر ۱۹کلنې کم عمره لوبډلې پای لوبې ته لار ومونده

د افغانستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمره کرکټ لوبډلې په روانو درې اړخیزو سیالیو کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار ومونده.

کامران احمدزی
9 وری 1402
تر ۱۹کلنې کم عمره لوبډلې پای لوبې ته لار ومونده

ېره شپه د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې افغان لوبډلې په څلورو منډو وګټله.
افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۳۲۴منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره لوبډلمشر نعمان شاه۱۱۶، محمد هارون خان ۵۶ منډې جوړې کړې.
سریلانکا لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړی او په پنځوسم اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې بشیر احمد اووه ویکټې تر لاسه کړې.
ټاکل چې سبا به د دغه درې اړخیزه سیریز وروستۍ لوبه د افغانستان او بنګله دېش د لوبډلو تر منځ ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA