په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.
ځايي پولیسو ویلي چې ډزې د « اودري هیل» په نوم یوې ۲۸ کلنې مېرمنې کړې چې وروسته دا هم له پولیسو سره په نښته کې وژل شوې.
لاهم د یادې پېښې علت معلوم نه دی.
په دې پېښه کې د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو خبرونه هم ورکړل شوي، خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.
د امریکا جمهور رییس جو بایډن تر دې پېښې وروسته یو وار بیا د وسله وال تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د لا ډېرو ګامونونو غوښتنه کړې.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په تېرو درېیو میاشتو کې په امریکا کې د وسله والو بریدونو ۱۲۹پېښې ثبت شوې دي.