یادې ادارې نن سهار پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې ویسا د دوشنبې په ورځ په کابل کې نیول شوی، خو لایې هم ځای او د نیول کېدو علتونه نه دي روښانه شوي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنټ په کابل کې د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا خوندیتوب مهم بللی.
نوموړي پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې د یادې ټولنې مشر د اسلامي امارت ځواکونو له خوا نیول شوی او په کار ده چې د هغه د ټولو حقونو درناوی وشي.
په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم له اسلامي امارت څخه غوښتي چې مطیع الله ویسا ژر تر ژره له بند څخه ازاد کړي.
نوموړي ویلي، د زده کړو لپاره غږ اوچتول جرم نه دی.
لاهم اسلامي امارت د ویسا د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.