ads

د المان ۱۸لیوپارډ ټانکونه اوکراین ته رسېدلي

یوې المانۍ رسنۍ ویلي چې د دغه هېواد ۱۸لیوپارډ ټانکونه اوسمهال په اوکراین کې دي، چې وړاندې برلین د دغو ټانکونو د ورکړې ژمنه کړې وه.

محمدخان بریال
8 وری 1402
د المان ۱۸لیوپارډ ټانکونه اوکراین ته رسېدلي

تر دې وړاندې د المان د دفاع وزیر «بوریس پیستوریوس» ویلي وو، فکر نه کوي چې د اوکراین جګړه دې ژر پایته ورسېږي، نو ځکه اړتیا ده چې د دغه هېواد ملاتړ وشي.
نوموړي زیاته کړې، هغه ټانکونه چې دوی له اوکراین سره ژمنه کړې، ټول به د روانې میاشتې تر وروستیو اوکراین ته ورسېږي او د دغه هېواد سرتېرو ته د ټانکونو د کارولو زده کړې ورکړل شوې دي.
د المان دفاع وزیر ویلي وو چې هېواد به یې ۱۰۰لیوپارډ ټانکونه د روانې میاشتې تر وروستیو اوکراین ته واستوي.
تر دې وړاندې د اوکراین دفاع وزیر او نورو چارواکو هم ویلي چې له روسیې سره د مبارزې لپاره ډېرو وسلو او مهماتو ته اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA