ads

دوی مستحق او که حرفه‌يي دي؟

په دې وروستیو کې د کابل ښار پر سړکونو، څلورلارو او حتا د دوکانونو مخې ته ځیني کراچۍ چلوونکي لیدل کېږي چې د خلکو مرستې او لاسنیوي ته ناست دي.

اسلام الدین احمدي
8 وری 1402
دوی مستحق او که حرفه‌يي دي؟

که څه هم دوی خپل ځان سوالګر نه بولي، خو وايي چې د ناوړه اقتصادي ستونزو له کبله اړ شوي چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره پر سړکونو او څلور لارو په کراچیو کې کېني او د خلکو مرستې تر لاسه کړي.
کراچۍ چلوونکی اسدالله وايي، شاوخوا ۱۵ ورځې کېږي چې مزدوري یې نه ده کړې او زیاتوي چې تر اوسه یې د حکومت له لوري یوه افغانۍ د مرستې په نوم نه ده ترلاسه کړې.
«بادام باغ ته یې وغوښتلو او هلته یې زموږ نومونه ثبت کړل او بایومټریک هم شولو، خو شپږ میاشتې کېږي چې تر اوسه مې مرسته نه ده لیدلې. دوی یوازې بایومټریک کړو او راته ویې ویل چې له کراچۍ سره مو پر سړکونو ونه وینو.»
بل کراچۍ چلوونکي محمد هم ورته شکایت کوي او وايي:
«حکومت په خپله د کورونو شاته نه راځي او یا هم په څلورلارو کې له بېوزلو پوښتنه نه کوي چې ایا تاسې مرسته ترلاسه کړې یا نه؟ د ګذر وکیلانو ته چې ورځو، هغوی هم راته وايي چې د مرستې کارتونه خلاص شوي دي.»
که څه هم تېره ورځ د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري او د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په کابل کې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري پر دوه زره سوالګرو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:
«دا مې ژمنه او هوډ دی، چې د هېواد ټولو مجبورو او بې‌وزلو خلکو تر بسیا کېدو پورې به خپلو هڅو ته دوام ورکوم او د هغې ورځې په هیله یم، چې په هېواد کې مو هېڅوک بل چا ته اړ نه وي.»
خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا د سړکونو پر سر ځیني کراچۍ چلوونکي چې د خلکو مرستو ته ناست دي، د مرستې مستحق دي او کنه.؟ اندېښنې دا دي چې که دغه حالت دوام پیدا کړي، په هېواد کې به دغه چاره په یو دود بدله شي.
په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په استازیتوب د سوالګرو راټولولو کمېټې غړی شریف شرافت کلید ته وویل، له څه باندې اتو میاشتو راهیسې تر اوسه شاوخوا ۳۰ زره او ۵۰۰ هغه کسان راټول شوي چې سوال کوي او یا هم سوال کولو ته ورته کارونه تر سره کوي.
«په کابل کې له کومې راهیسي چې د سوالګرو راټولولو کمېټې خپل کار پیل کړی، د سوالګرو په تعداد کې تر ۸۰ فیصده پورې کموالی راغلی. دا چې ځیني کسان د سړکونو په سر په کراچیو کې د مرستې په تمه ناست وي، کمېټه هغوي هم د سوالګرو په ډله کې حسابوي او هغوي هم بایومټریک کوي.»
د سوالګرو کمېټې مسوولینو په خبره، که څه هم راټول شویو سوالګرو کې شاوخوا ۱۷ زره یې حرفوي دي، خو بیا هم د اړتیا په صورت کې مرستې ورسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA