ads

څنګه له ناچاوده توکو سره مبارزه وشي؟

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې لاهم د ناچاودو توکو د ګواښ کچه لوړه ده او د افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.

فضل هادي حمیدي
7 وری 1402
څنګه له ناچاوده توکو سره مبارزه وشي؟

د خبر پاڼې د معلوماتو په بنسټ، تېر ۲۰۲۲ م کال، ناچاودو توکو په افغانستان کې له ۷سوو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یونیسف ویلي چې د ناچاودو توکو د پاکولو او په دې اړه خلکو ته دعامه پوهاوي په پار له نورو اړوندو ادارو سره يې خپلې هڅې ګړندۍ کوي.
په همدې حال کې له پېښو سره د مبارزې وزارت بیا وایي چې د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو له کبله د پاتې شونو ناچاودو توکو ګواښ لاهم لوړ دی.
د دغه وزارت د ماین پاکۍ رییس قاري نورالدین کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، د ناچاودو توکو له لوړ ګواښ سره مخامخ سیمې مشخصې شوې چې تر ډېره په جنوبي او جنوب لویدیځو او ختیځو ولایتونو کې دي.
نوموړی وایي، د ناچاودو توکو له کبله د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ دی چې یونیسف يې اعلان کړی دی. د نوموړی په وینا، په منځنۍ کچه په میاشت کې له سلو تر ۱۲۰ کسانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، د ناچاودو توکو له کبله مرګ ژوبله اوړي: «زموږ مظلوم ولس لاهم د ناچاودو توکو ښکار کېږي، کېدای شي یونیسف ارقام کم ښودلي وي، خو په روانه مارچ میاشت کې چې لا ختمه شوې هم نه ده، موږ له ۲۰ نه تر ۲۵ پورې د ناچاودو توکو د چاودنې پېښې لرو چې په راپورونو او د مرګ ژوبلې په کره شمېر یې لاهم کار روان دی چې ډېری قربانیان یې ماشومان او ښځې دي.»
له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د ماین پاکۍ رییس قاري نورالدین وایي، په ماینونو او ناچاودو توکو ککړو سیمو په اړه یوه ملي سروې هم روانه ده چې کېدای شي تر دوو کلونو پورې بشپړه شي، خو د بودجې کمښت او مالي ستونزې د ماین پاکۍ د چارو پر وړاندې لوی خنډ بولي: «له کله نه چې اسلامي امارت حاکم شوی، ډېر تمرکز یې په عامه پوهاوي باندې دی، هڅه کوو چې هغو سیمو ته چې هلته د ناچاودو توکو ګواښ لوړ دی، د عامه پوهاوي ټیمونه ولېږو او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو، عامه پوهاوی هم بودجې ته اړتیا لري او زموږ د ماین پاکۍ په برخه کې فعال ملي او نړیوال بنسټونه او موسسې د بودجې له کمښت سره مخ دي.»
د پوځي چارو شنونکي هم د ناچاودو توکو د ګواښ په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې په تېرو کلونو کې لکه څرنګه چې باید کار شوی وی، نه دی شوی.
د پوځي چارو شنونکی جنرال محمدطاهر یرغل وایي: «اوس اړینه دا ده چې خلک وپوهول شي چې ماشومان پرېنږدي چې ناپېژاندو توکو ته لاس ور وړي، په هغو سیمو کې چې پوځي قرارګاوې وې، هغه که د روسانو وې، یا مجاهدینو او یا هم ناټو، له هغو سیمو سره باید په احتیاط چلند وشي.»
له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په هېواد کې ۶ ملي او ۳ نړیوالې موسسې فعالیت کوي او د دغه وزارت په خبره په کال کې ۵۰ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا ده نړیوال که مرسته وکړي، کېدای شي له ۸ تر ۱۰ کلونو افغانستان له ماینونو پاک اعلان شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA