ads

په پاکستان کې د واک پر سر شخړې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد جمهور رییس عارف علوي د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر ملاتړ تورن کړی.

کامران احمدزی
7 وری 1402
په پاکستان کې د واک پر سر شخړې

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د ټاکنو اړوند د جمهور رییس د یو لیک په ځواب کې د هغه د یو شمېر پرېکړو څرګند مخالفت کړی.
په ځوابیه لیک کې عارف علوي ته لیکل شوي چې کړنلارې یې د جمهور رییس له قانوني صلاحیتونو څخه لوړې دي.
شهباز شریف لیکلي چې د پاکستان د جمهور رییس له تعصبه د ډکو لیکنو ځينې برخې کټ‌ مټ د تحریک انصاف ګوند د خبرپاڼې په څېر دي.
په لیک کې زیاته شوې چې عارف علوي څو ځله د دوی د حکومت حوصله ماته کړې، خو دوی بیا هم ورسره د ښو اړیکو جوړولو هڅه کړې، خو نوموړي هېڅکله د محکمو پرېکړو نه منلو په خاطر د عمران خان غندنه نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA